د نا محرمو ترمنځ اختلاط دی اسلامی اصولو په رڼا کی
|
د نا محرمو ترمنځ اختلاط دی اسلامی اصولو په رڼا کی |
|
لیکوال : نورالله(كوثر) |
داسلام دسپیڅلی او آسانه دین دحکمتونوپیرزوینو اولارښوونونه یوه داده چی زموږ ترمنځ یی اختلاط (د نامحرمو نارینو اوښځینو سره یوځای کیدل) حرام کړی دی ترڅو دمسلمانانو آبرو اوعزت خوندی او محفوظ، اود ی مسلمانی خورکرامت پرځای پاتی، له شک اوشبهی نه لری وی اوپه پاکه لمن یی داغ ونه لگیږی.
هوخوری! ستا لپاره پرده اوحجاب داسی مثال لری لکه ښکلی او شنه باغچه چی له ښکلا اویخی سیوری نه چی گته اخلی؛ اوپرده تاته زندان نه دی لکه څنگه چی ځینی لویدیځوالی او بی دینی ته بلونکی خلک فکر کوی.ددوی له چل او فریب نه ځان وساته ځکه قیمتی اوبا ارزښته مرغلره دتل لپاره پته اومحفوظ وی.
ښځه په اسلام کی هغه ښکلی مرغلره ده چی تل باید پټه او خوندی وساتل او وپالل شی اودسرغوښتونکو اوشریرو عناصرو له ناوړو منگلونه په امان شی نو له همدی ځایه پوهیږو چی ښځه باید بهر ته دتلو په مهال څه دول جامه ولری. له نورو نا محرمو سره یی اختلاط او گډون په ځه دول وی؟
داسلامی شریعت یواځینی موخه او هدف دادی چی ښځی باید سرلوړی اوپاک لمنی وی نه داچی لکه دبی څیښتنه څرځای په شان وی چی هرڅوک پکښی په خپل سرمال څروی .
مگر زمونږ ددښمنانو دتمدن غوښتنه دښځی بی ارزښته کول او هری وحشی او حیوانی صفت منگلوته برابرول دی.
ښځه په اسلام کی عزتمنده پاکه اوقدرمنه بلل شوی او هغه عام چوکاټ چی قرآن کریم انسان ته ایښی ښځه هم پکښی راځی الله تعالی فرمایی:
(ولقد کر منابنی آدم وحملنا هم فی البرو البحر ورزقناهم من الطیبات وفضلنا هم علی کثیر ممن خلقنا تفضیلا)(الآ سراء 75)
ژباړه: اوپه تحقیق سره ډیر عزت مو ورکړی دی مونږ دی آدم علیه السلام اولاد ته سپاره کړی مودی دوی پرمرکوباتو باندی په وچه کی او په لمده(سیندونو) کی اوروزی مو ورکړی ده دوئی ته له پاکوشیانو څخه اوغوره کړی مو دی دوی پر ډیرو له هغه چاچی پیدا کری مودی په غوره کولوسره.
|
ای مسلمانی خوری! دتنها والی (خلوت)، (یوځایوالی) (اختلاط) اوبربندوالی نه ځان وساته اوورنه وډاره شه، ځکه چی دا او زنا سره نه جدا کیدونکی ملگری دی، او دا دواړه داسی سره لازم او ملزوم دی چی هیڅ کله نه سره بیلیږی. |
نوپدی اساس ښځه اوسړی دانسانیت اوبشریت له مخی یو ډول دی، بلکی په خاصه توگه قرآنکریم دښځی کرامت اوشرافت ته داسی اشاره کوی:
(ووصینا الانسان بوالدیه احسانا حملته امه کرها ووضعته کرها وحمله وفصاله ثلاثون شهرا حتی اذا بلغ اشده وبلغ اربعین سنه قال رب اوزعنی ان اشکر نعمتک التی انعمت علی وعلی والدی وان اعمل صالحا ترضاه واصلح لی فی ذریتی انی تبت الیک وانی من المسلمین: (الاحقاف 15)
ژباړه:
اووصیت (حکم)موکړی دی هر انسان ته له مور اوپلار خپل سره دی نیکی کولو، پورته کړی(ساتلی) په نس خپل کی مور دده په سختی سره اوبیایی ایښودلی(ځیږولی) دی ده لره په سختی سره اودا ساتل دده په نس دمورکی اوجدا کول دده له تی نه دیرش میاشتی وی، ترهغه پوری کله چی ورسید دی قوت (هوښیاری) خپلی ته اوورسید څلویښت کلونو ته، وویل ده ای ربه زما! الهام وکړی ماته په زړه کی توفیق راکړی په دی چی شکراداء کړم د نعمت ستا(اسلام) هغه چی انعام کړی دی.تا پرما باندی اوپه مور اوپلار زما باندی او(بل داراته الهام وکړه) چی عمل وکړم نیک چی راضی کیږی ته په هغه اوصلاحیت کیږده ته(یاالله) په اولاده زماکی، بیشکه ماتوبه کړی ده تاته اوبیشکه یم زه له حکم منونکو څخه(ستا فرمان ته)
یوسړی رسول الله (ص) ته راغی اوورته یی وویل: (من احق الناس بصحبتی؟)
څوک پرما ډیرحق لری؟
هغه(ص) ورته وویل: (امک) ستا مور، هغه وویل: بیا څوک دی؟ نبی کریم(ص) ورته وویل:)امک) ستامور، بیایی وویل: بیا څوک دی؟ ده ورته وفرمایل: (امک) ستامور، سری دڅلورم ځل لپاره یی عرض وکړو: بیاڅوک؟ رسول الله(ص) وفرمایل: )ابوک) ستاپلاردی.(روالبخاری ومسلم)
نوښځه دټولنی هغه مهمه برخه ده چی بی له هغی یی جوړښت ناشونی دی نواسلام داسی مهمه برخه نه یواځی له پامه غورځوی بلکی نیکمرغی یی غواړی او د ژوند یولړ مهم مسؤلیتونه اودندی یی په غاړه وراچوی.
ته ډیرلوی کارلپاره پیدا شوی یی، چی باید دژوند له کاروان نه لیری او گوښی نه وی اوپه حاشیه کی ونه اوسی، اودآخرت هغه لوی نعمتونه ددنیا په دی ناچیزه شیانوورنه کړی.
|
داسلام سپیڅلی او اسانه دین دحکمتونو پیرزوینو اولارښونو یوه داده چی زموږ ترمنځ یی اختلاط (د نامحرمو نارینو اوښځو سره یوځای کیدل) حرام کړی دی ترڅو د مسلمانانو أبرو اوعزت خوندی اومحفوظ، اودمسلمانی خور کرامت په ځای پاتی،له شک اوشبهی نه لری وی اوپه پاکه لمن یی داغ ونه لږیږی. |
ای مسلمانی خوری!
دتنها والی (خلوت) (یواځوالی) (اختلاط) اوبربنډوالی نه ځان وساته اوورنه وډاره شه، ځکه چی دا اوزنا سره نه جلاکیدونکی ملگری دی، اودا دواړه داسی سره لازم اوملزوم دی چی هیڅ نه سره بیلیږی.
پوهه شه زما خوری! خدای دله بدونه وساته چی پرده (صیانت) پټ والی دپاکلمنی لپاره لوی ملګری دی او کوم معیار اوحد چی اسلامی شریعت د نارینو او ښځو لپاره ټاکلی هغه دفتنی، اوشرمندګی نه دبچ کیدو او محفوظ ء پاتی کیدو یواځینی علاج دی.
نوپرتاباندی ای مسلمانی خوری! لازمه ده چی الله(ج) نه وویریږی اوپه هغه شرعی پرده (حجاب) باندی ځان ّښایسته کړی کوم چی دفتنی مخه پردوسروته ښکاره نه شی. اوپه پای کی دی اختلاف تعریف داسلامی اصولو په رڼا کی داسی بیانوم :
(دپردی سړی اوپردی ښځی داسی یوځای کیدل چی شک ورنه پیداکیږی.یادهغوپردیو نارینوودپردیو ښځوسره په داسی یوځای کیدل چی په هغی کی دکتلو، اشارواو خبرونه فساد جوریږی.
اوداسی اختلاط حراموالی دلیلونه په قرآن اواحادیثو کی په واضح توگه لیدل کیږی